امریکا کې د کرونا ویروس ضد لومړي واکسین لومړنۍ ازموینه وشوه

27 حوت 1398 ساعت 7:43

د امریکا په متحدو ایالتونو کې صحي محققانو د کروناویروس ضد د لومړي واکسین لومړۍ ازموینه وکړه.


د امریکا په متحدو ایالتونو کې صحي محققانو د کروناویروس ضد د لومړي واکسین لومړۍ ازموینه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ازموینه پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د واشنګټن ایالت د سیاتل د کایزر پرمېننټې واشنګټن په انستیتوت کې په یوه رضاکاره تر سره شوه.

دغه رازکاره جینفر هالر نومېږي او ډاکترانو د لومړي ځل لپاره د هغې پر مټ کې د کرونا ویروس ضد واکسین ستنه ولګوله.

د اسوشیتدپرس خبري آژانس خبریال چې هلته و، وايي ‌چې ځینې نور رضاکاره ځوانان هم په لیکو کې ولاړ وو.

اوس د دغه واکسین جانبي‌ عوارض او نتیجه څېړل کیږي.

د کایزر پرمېننټي د تحیقاتي ډلې مشرې ډاکټره لیسا جکسن وايي«هر څو تر خپلې وسې کوښښ‌کوي‌ چې په دغه بیړني‌حالت کې یو کار وکړي.»

جینیفر هالر چې په خپله خوښه غواړي دا واکسین پرې وازمایل شي ویلي«موږ ټول داسې فکر کوو چې بې وسه یو. دا زما لپاره یو فوق العاده فرصت دی چې یو څه وکړم»

په ورته وخت کې ۴۵ نور رضاکار ځوانان راټول شوي‌ چې دا واکسین پرې وازمایل شي.

دوی په کروناویروس اخته نه دي‌ او نه به د واکسین له واکسین وروسته پرې اخته شي، دوی ته په یوې میاشتې کې دوه واکسینونه کیږي.

په امتحاني ډول د دغه واکسین د تطبیقولو هدف دا دی چې جانبي اغیز او عوارض یې ولیدل شي چې بیا اصلي تطبیق ته یې لار پرانیستل شي.

د روغتیا چارواکي وايي چې شاوخوا ۱۸میاشتې وخت اخلي چې د کروناویروس ضد پوره واکسین جوړ شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com