ولسشمر غني پوهنې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کرونا ویرویس له کبله د ښونځیو د رخصتۍ یا د دې رخصتۍ د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلوپه خاطر د تدریس پر مشخصه برنامه کار وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې پوهنې وزارت ته دغه سپارښتنه وکړه.
ښاغلي غني ویلي، پوهنې وزارت باید د کرونا وایروس احتمالي خپرېدو په خاطر د ښوونځیو د رخصتۍ پرمهال د پوهنې ټلویزیون له لارې د لرې زدهکړو (انټرنیټ) پر برنامې تمرکز ولري، څو له ممکنه لارو څخه د زده کوونکو د تدریس سلسله دوام ومومي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني ټولو ښوونکو ته ډاډ ورکړی چې د ښوونځیو د رخصتۍ یا د رخصتیو د غځېدو په جریان کې یې معاشونه په خپل وخت ورکول کېږي او هیڅ راز ځنډ به په کې نه راځي.
محمد اشرف غني همدا ډول د پوهنې وزارت مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د نوي ښوونیز کال پیل سره سم باید هر څه ژر د پوهنې وزارت اصلاحي بسته عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل