خلیلزاد د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی

27 حوت 1398 ساعت 8:07

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو له هغه اعلامیې هرکلی کوي چې په کونړ کې یې د داعش ډله ختمه کړې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو له هغه اعلامیې هرکلی کوي چې په کونړ کې یې د داعش ډله ختمه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، د امریکا له لوري پر هوکړه عمل د طالبانو له لوري پر عمل کولو پورې محدود دی.

دی وایي، د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې دداعش او القاعده یا نورو ترهګرو شبکو پر وړاندې به اقدام کوي او دوی ته به اجازه نه ورکوي چې د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد عملیات وکړي.

خلیلزاد وايي دی خوښ دی چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او داعش ډله یې په کونړ کې ځپلې ده.

تر دې وړاندې یوه امریکایي جنرال ویلي وو چې طالبانو د امریکا په مرسته په کونړ کې داعش ډله ختمه کړه.

د دغه پوځي په خبره دوی له څو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې له طالبانو سره همکاري کوله.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com