۰

احتکار کوونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

سی شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کسانو ته چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو احتکار کوي، خبرداری ورکړی چې له قانوني چلند سره به مخ شي.
احتکار کوونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کسانو ته چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو احتکار کوي، خبرداری ورکړی چې له قانوني چلند سره به مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت یاد خبرداری وروسته له هغې ورکړ، چې پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د کابل په بازرونو کې د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د اړو، وریجو او غوړو بیه په بې سارې توګه پورته شوه.

تر پرون پورې یوه بوجې اوړه په ۱۶۰۰ سوه افغانۍ پلورل کېدل خو د کرونا ویروس له ویرې چې خلکو د توکو پوره کولو ګڼه ګوڼه زیاته شوه، د یوې بوجۍ اوړو بیه ان په ځينو سیمو کې ۳۰۰۰ زره افغانیو ته پورته شوه.

له دې سره سم ځینو هټۍ والو لاس په احتکار پورې کړ او ان ویل کېږي ځینو لویو هټۍ والو له ښار څخه د اوړو او وریجو په ټولو لاس پورې کړ.

په همدې ورته کې کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره احتکار کوونکو ته خبرداری ورکړ، چې د قانوني چلند سره به مخ شي.

په دغه خبرپاڼه کې لیکل شوي یو شمېر سوداګرو په بازارونو کې خوراکي او د ژوند د نورو لومړنیو توکو په برخه کې احتکار کړی او غواړي چې دا توکي په لوړه بیه وپلوري.

یاد وزارت وايي، دا کار د قانون خلاف دی او جرم شمېرل کېږي.

کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو ته امر کړی چې له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په بازار کې یې احتکار ته زمینه برابره کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وروسته تر دې دا اقدام کوي چې د کرونا وایروس د خپرېدو او د یو شمېر بندرونو د تړل کېدو له خبر وروسته، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې پورته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي