۰

ملکي خدمتونو ادارې له ۵۸ څخه پورته عمر لرونکي کارکوونکي رخصت کړي

سی شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلان کړي دي.
ملکي خدمتونو ادارې له ۵۸ څخه پورته عمر لرونکي کارکوونکي رخصت کړي
اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې تدابیرو پر بنسټ به د یادې ادارې کارکوونکي دفتري چارې له کور څخه مخته بیایي.

یادې ادارې ویلي، دا تدابیر سر له نن څخه د ټول هېواد د ملکي خدمتونو په ادارو کې د پلې کېدو وړ دي او زیاتوي؛ ټول هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولی شي د دریېو اوونیو لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي.

ملکي خدمتونو اداره دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي