په مصر کې الازهر مؤسسې فتوا ورکړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې لمونځ او په جوماتونو کې د نورو لمونځونو جماعت لغوه کول جایز دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د الازهر د لویو عالمان شورا په یوه رسمي فتوا کې ویلي چې د خلکو ژوند د ژغورلو لپاره د جمعې او په جمع د نورو لمنځونو نه کول جایز دي.
د دې شورا په بیان کې راغلي« د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې چې وايي، د وېرس اصلي ګواښ په اسانۍ او چټکۍ د هغه په خورېدو کې دی، نو دا فتوا د اسلامي شریعت د لویو موخو سره سمه ده چې هغه د ژوند خوندي کول او له ټولو خطرونو او زیانونو د هغه ساتل دي.»
فتوا کې راغلي چې خلک دې د جمعې ورځې پر ځای د عادي ماسپښین لمونځ په کورونو او یا داسې ځایونو کې وکړي چې ګڼه ګوڼه نه وي.
د الازهر د لویو علمانو شورا په فتوی کې راغلي، شریعت حکم کوي چې خلک باید د روغتیايي چارواکو لارښوونې او امرونه پر ځای کړي چې د وېروس مخه ونیول شي او له منځه ولاړ شي.
تر دې وړاندې کویټ او متحده عربي اماراتو هم په آذانونو کې خلکو ته ویلي، چې د کرونا د مخینوي په خاطر د جوماتونو پر ځای کورونو کې لمونځ ادا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل