د اوسپنې د پټلۍ اداره:

د سوداګریزو توکو واردات په نورمال ډول روان دي

27 حوت 1398 ساعت 11:24

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د سوداګریزو توکو واردات په نورمال ډول روان دي.


د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د سوداګریزو توکو واردات په نورمال ډول روان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، پرون دوشنبه د حیرتان ـ مزارشریف او تورغونډي د اوسپنې د پټلیو له لارې ۲۱۵ موټره سوداګریز توکي چې له ډلې ۱۳۹ واګونه یې غذايي مواد و افغانستان ته وارد شوي دي.

دغه ادارې په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې  په غذايي توکو کې ۹زره او ۱۴ ټنه اوړه، غوړي، وریجي او ځیني نور مواد شامل دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ډاډ ورکړی چې افغانستان ته به د غذايي موادو انتقال په نور مال ډول روان وي.

افغانستان د حیرتان، اقینه او تورغونډۍ اوسپنو پټلیو له لارې له ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چین او روسیې سره د سوداګریزو توکو صادرات او واردات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د پاکستان په ګډون ځینو هیوادونو له افغانستان سره خپلې لارې تړلې دي او په دغه هیواد کې د خوراکي توکو خلاصېدو له ویرې د یادو موادو بیې هم لوړې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com