له پاکستان نه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر وځنډول شو

28 حوت 1398 ساعت 6:49

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د کرونا ویروس د مخینوي په خاطر ځنډولی دی.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د کرونا ویروس د مخینوي په خاطر ځنډولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ پرون سه شنبې د کب ۲۷ مه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د ځنډولو اعلان وکړ.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه اقدام یې د کرونا ویروس د مخینوي په موخه کړی او تر بل امر پورې به د کډوالو د لېږد لړۍ بنده وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغې ادارې د پاکستان په اذاخیل، نوشهره، خیبرپښتونخوا، بلالي او په کوټه بلوچستان کې خپلې ادارې تړلي او همدغه راز په افغانستان کې یې هم هغه څانګه تړلې چې له پاکستان څخه ورتلونکو افغان کډوالو ته یې نقدې پېسې ورکولې.

په پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیال لاین هال ویلي، دوی  اوس لپاره د هغو افغان کډوالو بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی چې په خپله خوښه افغانستان ته ځي.

هغه زیاته کړې، دا کار یې د دې لپاره کړی چې د کرونا ویروس په ختمولو او مخنیوي کې د نړیوالو هلو ځلو او په دغه برخه کې د پاکستان د هر اړخیزو پلانونو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د کروناویروس له کبله افغانستان ته په خپله خوښه د ورستنېدونکو کډوالو شمېر هم کم شوی دی.

په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې یوازې نهه کورنۍ په خپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي‌ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com