اروپایي ټولنې افغانستان کې د کرونا مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې

28 حوت 1398 ساعت 7:41

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار د طالبانو تر څرګندونو وروسته اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.


د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار د طالبانو تر څرګندونو وروسته اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیايي موسسو او د روغتیا نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.

د طالبانو تر دغه خبرو وروستهپه افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، هر وګړی له کرونا وېروس څخه د خوندیتوب حق لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې د دې خوندیتابه لپاره باید لومړی ګام په افغانستان کې اوربند وي او ښکېلې غاړې اوربند وکړي.

کوبیا په خپل ټویټر لیکلي، چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د لاسرسي په موخه دې د امنیت تضمین وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com