۰

حکومت د کرونا د کنټرول لپاره هرات ته ۴ سوه میلیون افغانۍ ځانګړې کړې

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
افغان حکومت په هرات کې کرونا د خپرېدو د مخینوی په پار د دغه ولایت لپاره څلور سوه میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
حکومت د کرونا د کنټرول لپاره هرات ته ۴ سوه میلیون افغانۍ ځانګړې کړې
افغان حکومت په هرات کې  کرونا د خپرېدو د مخینوی په پار د دغه ولایت لپاره څلور سوه میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون سه شنبې د کب ۲۷ مه د عامې روغتیا له وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز سره ویډیويي کنفرانس کې ویلي، چې حکومت د کرونا د کنټرول لپاره هرات ته ۴ سوه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
 
ښاغلي غني زیاته کړې، چې د دغه پیسو د لګښت او نظارت لپاره به یوه عالي شورا هم جوړه شي او دغه راز یې سپارښتنه کړې، چې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره باید په هرات کې عملي او عاجل اقدامات تر سره شي.

دغه راز ولسمشر دا سپارښتنه هم کړې، چې په هرات کې باید د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې هم جدي اقدامات وشي.

د هرات لپاره د کرونا ویروس د مخینوي لپاره دغه پیسې په داسې حال کې ځانګړې کېږي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ۱۳ مثبت پېښې ثبت شوې او د ټول هېواد په کچه دغه پېښې ۲۲ ته رسېدلي دي.

له هرات وروسته، په لوګر، کاپیسا، سمنګان، بلخ، دایکنډي او بادغس ولایتونو کې هم د کرونا مثبت پېښې ثبت شوې، چې همغه ۲۲ پېښو کې شاملې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د خوښۍ ځای دا دی، چې تر اوسه دغه ویروس په ټولنه کې نه دی خپور شوی او هغه کسان هم چې پرې اخته دي له ایران څخه راغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي