نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ډاډ ورکړی دی

28 حوت 1398 ساعت 9:52

د نړیوال بانک رئیس ډیویډ مالپس د افغانستان د اقتصادي ودې او فقر له منځه وړلو په برخه کې ولسمشر غني ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.


د نړیوال بانک رئیس ډیویډ مالپس د افغانستان د اقتصادي ودې او فقر له منځه وړلو په برخه کې ولسمشر غني ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ډېویډ مالپس ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو په پار لیک استولی او مبارکي یې ورته ویلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي په دغه لیک کې ولسمشر غني ته له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې د همکارۍ او مرستې داډ ورکړی دی.

د نړیوال بانک رییس ویلي، دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او فقر له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com