کندوز کې یو غل وژل شوی او درې نیول شوي دي

28 حوت 1398 ساعت 11:08

کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د پولیسو سره د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د پولیسو سره د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه په خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو په کندوز ښار کې یو لړ عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې یو غل وژل شوی او درې نور یې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه غله تېره شپه په کندوز ښار کې یوې درملتونو ته ننوتي او وسلې په ګواښ سره یې له هغه دوه میلیونه افغانۍ غوښتې.

خو کله چې متوجه شوې، چې د پولیسو له خوا کلابند شوي او د پولیسو خبرداري ته یې غوږ نه دی نیولی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې سمه سم پولیسو هم په ځوابیه ډزو لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او درې نور له وسلې سره نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com