غور کې چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

28 حوت 1398 ساعت 12:28

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غور ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غور ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه د غور ولایت مرکز فیروزکوه شوې ده.

د غور د ولایت د مطبوعاتي دفتر سرپرست عارف عابر وايي، د ولسي وګړو فلاینکوچ موټر د هرات پر لار روان و، چې د فیروزکوه په تېغ ګلزار سیمه کې د سړک د غاړې ماین پرې چاودلی.

د هغه په وینا په دغه چاودنه کې یو تن وژ شول شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د دوه تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غور


د مطلب کود: 126087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com