د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان پرېږدي

28 حوت 1398 ساعت 12:40

کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې له امریکايي وګړو غوښتي، چې له دغه هېواد څخه ووځي.


کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې له امریکايي وګړو غوښتي، چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سفارت دغه اعلان په هغه اعلامیه کې کړی، چې پرون سه شنبې د کب ۲۸ مه یې ماښام مهال خپره کړې ده.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د خپلو وګړو د روغتیا او امنیت په اړه اندېښنه لري، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د امریکايي وګړو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات هم تر بلې خبرتیا پورې ځنډولي دي.

دغه راز په اعلامیه کې له امریکايي وګړو غوښتنه شوې، چې له تجارتي الوتنو ګټه وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com