خلیلزاد ولسمشر غني او عبدالله ته: کرونا ګواښ دی، خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړۍ

29 حوت 1398 ساعت 7:35

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله غږ کړي، چې کرونا د مرګ او ژونه مسله ده نو ځکه دواړه باید خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په دغه ټوېټ کې یو ځل بیا د ټاکنیز کړکېچ د هواري غوښتنه کړې پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې کرونا ویروس وژونکی ګواښ رامنځ ته کړی دی او د دې وخت دی چې دواړه لوري خپلو خلکو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي د رامنځ ته کېدو هڅه کړې ده او ان په هغه ورځ کې دوه لوړې تر سره کېدلې تر لس ځله پورې دواړو ته ورغلي، چې د لوړې یو ځای مراسم ونیسي، خو نتیجه یې ورنه کړه.

 په ورته وخت کې رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې خلیلزاد په مکرره توګه د دواړو لورو ترمنځ په ناسته ولاړه بوخت دی او هڅه کوي ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني یوه جوړجاړي ته ورسوي، خو تر اوسه یې هڅې ناکامې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 126103

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126103/

جمهور
  https://www.jomhornews.com