د امریکا په دفاع وزارت کې هم کرونا ویروس لګېدلی دی

29 حوت 1398 ساعت 7:54

د امریکا دفاع وزارت تایید کړې، چې پنټاګون کې هم د کرونا ویروس لګېدلی او یو شمېر پوځیان او ملکي کارکوونکي پرې اخته شوي دي.


د امریکا دفاع وزارت تایید کړې، چې پنټاګون کې هم د کرونا ویروس لګېدلی او یو شمېر پوځیان او ملکي کارکوونکي پرې اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت که څه هم پر کرونا د اخته کسانو کره شمېر نه دی ښودلي، خو ویلي یې دي، په کرونا اخته کسانو کې ۴۹ نظامیان او پاتې نور ملکي وګړي دي.

خو ځینې سرچینې وايي، په کرونا د اخته نظامیانو شمېر تر دې هم لوړ دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او مرستیال یې هم ځانونه قرنطین کړي او ټولې چارې له لرې مخ ته وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې کرونا دا مهال د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو ته رسېدلی، چې زرګونه کسان یې وژلي او سلګونه زره نور پرې اخته دي.

دغه ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په واهان ایالت کې خپرو شو او له هغې وروسته یې ایران او اروپا ته هم مخه کړه.

اوس مهال ویل کېږي تر چین وروسته په ایټالیا کې دغه ویروس زیاته مرګ ژوبله اړولې او هلته د وژل شویو کسانو شمېر دریو زرو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com