د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:

موازي حکومت د افغانستان د خلکو لپاره ځواب ویونکی نه دی او زیان رسوي

29 حوت 1398 ساعت 8:13

د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې الیس ویلز ایي، موازي حکومت د افغانستان د خلکو لپاره ځواب ویونکی نه دی او خلکو ته زیان رسوي.


د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې الیس ویلز ایي، موازي حکومت د افغانستان د خلکو لپاره ځواب ویونکی نه دی او خلکو ته زیان رسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ویل په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د افغنستان مشرتابه باید ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي او ترې ساتنه وکړي.

مېرمن ویلز په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې موازي حکومت د افغانستان د خلکو لپاره ځواب ویوونکی نه دی او خلکو ته زیان رسوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی وو.

پمپیو ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت پلوي نه ده او افغان مشرتابه ته په کار ده، چې داسې ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي، چې ټول اړخونه په کې ځان و ویني.

له دې سره تر څنګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یو ځل بیا د ټاکنیز کړکېچ د هواري غوښتنه کړې او پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

خلیلزاد ویلي، کرونا ویروس وژونکی ګواښ رامنځ ته کړی دی او د دې وخت دی چې دواړه لوري خپلو خلکو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com