ایټالیا او برېتانیا د هرات د هوايي ډګر پراخېدو کې مرسته کوي

29 حوت 1398 ساعت 8:22

د افغانستان د مالیې وزارت او ملکي هوايي چلند اداره وایي، ایټالیا او برېتانیا د هرات ولایت د هوايي ډګر په پراخېدو او معیاري کولو کې مرسته کوي.


د افغانستان د مالیې وزارت او ملکي هوايي چلند اداره وایي، ایټالیا او برېتانیا د هرات ولایت د هوايي ډګر په پراخېدو او معیاري کولو کې مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي ویلي، د افغانستان لپاره د ایټالیې پراختیایي ادارې رئیس مائورو غیرتي ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوایې ډګر د تخنیکي چارو بررسۍ، څېړنې او څلورو مطالعاتي برخو کې به ورسره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفایي زاده هم ویلي، ګڼو نړیوالو ادارو ورسره ژمنه کړې ده، چې د هرات هوايي ډګر په پراخېدو کې به ورسره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان لپاره د برېتانیا پراختیايي ادارې هم ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوايي ډګر په پراخېدو او د اړتیا وړ وسایلو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com