د خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون:

د زندانیانو د خلاصون په اړه مو دریځ نه بدلېږي، طالبان باید افغان وژنه ودروي

29 حوت 1398 ساعت 10:24

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې څرګندونو وروسته، چې امریکا د طالب زندانیانو پر خوشي کولو ټینګار لري، د افغانستان د ملي امنیت شورا غبروګون ښودلی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې څرګندونو وروسته، چې امریکا د طالب زندانیانو پر خوشي کولو ټینګار لري، د افغانستان د ملي امنیت شورا غبروګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د زندانیانو د خلاصون په اړه د افغان حکومت دریځ نه بدلېدونکی دی.

نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې طالبان باید افغان وژنه ودروي او ضمانت وکړي، چې خوشي کېدونکي زندانیان به یې بیا د جګړې لیکو ته نه ځي.

فیصل ویلي«د زندانیانو د خلاصون په اړه زموږ موقف د تغیر وړ نه دی، طالبان دې افغان وژنه بنده کړي او دغه راز دې ضمانت ورکړي، چې خوشي کېدونکي کسان به یې بیا د جګړې لیکو ته نه ځي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ټینګار کړي، چې اوس وخت د دې راسېدلی، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او په افغانستان کې د باغزت سولې لپاره ژمنه وکړي.

د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د بندیانو د خوشي کولو وخت رارسېدلی دی.

خلیلزاد پرون چهارشنبې د کب ۲۸ مه څو پر له پسې ټوېټري پیغامونو کې ویلي، امریکا او طالبان د سولې موافقې پر اساس د بندیانو د پر سمدستي خوشي کېدو ټينګار کړی دی.

هغه په یوه ټوېټ کې ویلي«متحده ایالتونه غواړي چې د متحده ایالتونو او طالبانو د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي. که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تر دې نیټې هېڅ بندیان نه دي خوشی شوی.»

افغان حکومت هم وایي، دوی غواړي، چې طالب زندانیان خوشي کړي خو ټینګار کوي، چې د زندانیانو خوشي کېدل باید افغان ولس او حکومت ته دا اجرائیوي ضمانت ورکړل شي، چې دغه زندانیان به بیا جګړې ته نه ګرځي.

ولسمشر غني له وړاندې د پنځو زرو طالب زندانیانو د خوشي کېدو فرمان صادر کړی، چې په لومړي پړاو کې د ۱۵۰۰ زندانیان او طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د ۳۵۰۰ نورو خوشي کېږي.

خو د ولسمشر غني له دغه فرمان سره طالبانو مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې له امریکا سره د کړې هوکړې پر اساس باید د دوی پنځه زره بندیان په یوه وار خوشي شي.

طالبان وایي، تر چې حکومت دغه زندانیان خوشي کړي نه وي د دوی او حکومت تر منځ مذاکرات نه شي پیل کېدای.

د طالبانو دا مخالفت د دې سبب شو، چې افغان حکومت هم د طالبانو د خوشي کولو لړۍ وځنډوي.

افغان حکومت لا هم ټینګار لري، چې خوشي کېدونکي زندانیان باید تعهد ورکړي، چې بیا به جګړې ته نه ګرځي.

خو خلیلزاد په بل ټویټري پیغام کې لیکلي: «طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان د سولې موافقې ژمنو ته وفادار پاته کیږي او د جګړې میدان ته به نه ځي»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې کار نه سرغړونه به د سولې پروسه کمزورې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com