د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت:

غور کې کرونا څوک نه دي وژلي، په ۲۴ ساعتونو کې کومه پېښه نه ده ثبت شوې

29 حوت 1398 ساعت 10:43

د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په غور ولایت کې د کرونا ویروس له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.


د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په غور ولایت کې د کرونا ویروس له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن پنشنبې د کب ۲۹ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په غور ولایت کې پر کرونا ویروس د درې کسانو د مړیني خبر دروغ او اوازې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالااحد ویلي وو چې په دغه ولسوالۍ کې درې تنه چې تازه له ایران څخه راغلي و، د نامعلومې ناورغۍ له امله مړه شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راپورونه په کلکه رد کړل ویې یې ویل دغه کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې مړه شوي، چې روغتیايي ټیم ورغلی او ثباته شوې، چې دغه کسان په کرونا نه و اخته.

 د هغه په وینا پرون غزني ولایت ته هم له ایران څخه یو تن راغلی و، چې سرطان ناروغي یې درلوده او مړ شوی خو هره مړینه باید د کرونا له امله ونه ګڼل شي.

نوموړی وايي، هر کال له ۲۵ زره زیات کسان په افغانستان کې د بېلا بېلو ناروغۍ او زړښت له امله ژوند له لاسه ورکوي نو ځکه باید موږ هر مرګ ته په کرونا پورې تړاو ورنه کړو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند و ویل، چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا همغه ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

دی وايي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۱۳ شکمنې پېښې ټسټ شوې، چې د ټولو پایلې منفي وې او پنځه شکمنې پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
 
دغه راز مایار زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د اسلام قلعه په بندر کې هم د حرارت معلومولو دستګاوې ځای پر ځای کړې او دغه راز یې د کابل په کمپنۍ کې هم د راتلونکو مسافرو چک پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي یوازې پرون له ایران څخه ۱۰ زره افغان مسافر هېواد ته راستانه شي او دا مهال خبرې روانې دي، چې د کډوالو د رااړولو لړۍ وځنډول شي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 126121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com