د چین ولسمشر، افغان ولسمشر غتی ته د بریا مبارکي او د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

29 حوت 1398 ساعت 12:59

ارګ وايي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي او له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.


ارګ وايي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي او له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي پېنګ ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې افغانستان خپل ستراتېژيک ملګری بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان هر اړخیزه مرستې ته چمتو دی.
 
ارګ وايي، پیغام کې د چین ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو مبارکي ویلې او هیله‌یې څرګنده کړې چې افغانستان به ژر تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د چین ولسمشر دې پيغام کې محمد اشرف غني سره د ګډ کار د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او پېنګ همکارۍ باید نوي پړاو ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com