ولسمشر د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

3 حمل 1399 ساعت 10:47

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی تدامیچي یاماماتو کاري دوره پای ته ورسېده او ولسمشر غني ورسره د مخه ښې کتنه وکړه.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی تدامیچي یاماماتو کاري دوره پای ته ورسېده او ولسمشر غني ورسره د مخه ښې کتنه وکړه.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ښاغلي غني په ارګ کې له یاماموتو سره د مخه ښې کتنې په مراسم کې هغه ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان هم ورکړ.

ارګ وايي، ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د ارزښتمنو هڅو او خدمتونه قدرداني وکړه.

ولسشمر هغه ته په خطاب کې ویلي، تاسې له افغان ولس او خلکو سره د همکارۍ لپاره خپل مسوولیت ادا کړ او د افغانستان له نظام سره مو یو ځای د پایداره ودې او پرمختګ، د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخو کې کار او هڅې وکړې.

په ورته وخت کې تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او د افغانستان نوي حکومت ته یې په بېلابېلو په ځانګړي ډول خلکو ته د خدمت کولو او سولې پروسې د پرمخ بېولو په برخو کې، د بریالیتوب هیله وکړه.

تر دې وړاندې نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي و«زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم، یوه هیله چې له میلیونونو افغانانو سره یې شریکوم: افغانستان ته د سولې راګرځېدل.»

نوموړي هیله ښودلې چې ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې د ټېنګېدو کال وي. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې لا هم د سولې په مخکې خنډونه شته خو وايي چې افغانان د دغو خنډونو د لېرې کولو ظرفیت لري.

یاماماتو د ۲۰۱۶ د جون په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وګمارل شو .

د ده د ماموریت پر مهال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، افغانستان د پارلماني او ولسمشرۍ انتخابات وکړل او همدغه راز طالبانو درې ورځنی اوربند هم وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com