د عامې روغتیا وزیر د هرات ښار د قرنطین کېدو غوښتنه وکړه

3 حمل 1399 ساعت 11:39

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز په هېواد کې په ځانګړي ډول په هرات کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله د دغه ښار د قرنطین کېدو غوښتنه وکړه.


د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز په هېواد کې په ځانګړي ډول په هرات کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله د دغه ښار د قرنطین کېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن یکشنبې د وري ۳ مه کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې اندېښنه وښوده، چې په هېواد کې د کرونا ویروس مخ پر زیاتېدو دی.

نوموړي و ویل، چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د تازه لس پېښو په ثبتېدو سره د کرونا ناروغان ۳۴ تنو ته رسېدلي او ښايي په دوه اوونیو کې دغه شمېر نور هم زیات شي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې لپاره چې د دغه ویروس د چټک خورېدو مخینوی شوی وي، له ولسمشر څخه غواړي چې هرات ولایت قرنطین اعلان کړي او خلکو ته اجازه ورنه کړل شي، چې په ښار کې تګ راتګ وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې په تازه پېښو، کې درې بیا هم په هرات، یوه په کندهار، دوه په زابل، دوه په غزني، دوه په کابل دي، خو په وینا یې په کابل کې ثبت شوې پېښې دوه دیپلوماتان دي، چې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو دي، خو د سفارتونو نومونه یې ونه خستل.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر د کابل نفوس ته په کتو و ویل، چې په دې ښار کې هم د کرونا ویروس د زیاتېدو ویره ده نو ځکه له حکومت څخه غواړي، چې ټول رسمي او غیر رسمي غونډې، ښاري بسونه، هوټلونه، او نور عامه ځایونه د خلکو پر مخ وتړي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې تر اوسه په کابل کې د کرونا ویرس ۲۲۰ شکمنې پېښې ثبت شوې، چې په دې کې دوه د پارلمان وکیلان هم دي، چې څېړنې یې روانې دي او تر سبا پورې به یې پایله معلومه شي.

ښاغلي فیروز دغه راز د کرونا ویروس د چټک خورېدو له وېرې دا سپارښتنه هم وکړه، چې هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ لوړ دي او یا هم څوک له مخکې کومې نورې خطرناکې ناروغۍ ولري، چېرته له تګ راتګ او بېرون ته وتلو دې جدي ډډه وکړي.

هغه د کابل حالت خطرناک وباله او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د هوټلونو او هر ځای رسمي او غیر رسمي غونډو او ملي بسونو مخنیوی دې په جدي توګه وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې د کرونا ویروس د خورېدو په مخنیوي کې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا د عامې روغتیا وزارت یوه غیر سیاسي اداره ده، چې د هېواد په هر ځای کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، نو ځکه د طالبانو همکاري اړینه ده.

د عامې روغتیا وزیر یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د روغتیا وزارت لارښونې په جدي توګه په پام کې ونیسي او د دغه ناروغۍ د خورېدو په مخنیوي کې روغتیاپالانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي فیروز د خپلو خبرو په پای کې و ویل سره له دې چې د کرونا وېره زیاته او د چټک خورېدو اندېښنې یې شته دي، خو کابل ښاریان بیا هم د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو ته پاملرنه نه کوي، چې دا کار کېدای شي، د کرونا د چټک خورېدو سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا که څه هم عامې روغتیا د خلکو د نه تجمعاتو سپارښتنه کړې، خو بیا هم لیدل کېږي، چې خلک مېلو ته دي او دا موضوع یې عادې نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com