سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پروان ولایت کې د بګرام په هوايي اډه توغندي ویشتل شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې پر یاده اډه دغه توغنديي برید تېره شپه«د وري ۳مه» شوی دی.
د دوی په وینا دغه توغندي د کاپیسا او بګرام تر منځ سیمې نه د یوه موټر څخه پر بګرام هوايي اډه توغول شوي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قوماندان الوزي احمدي توغندي بګرام هوايي اډې ته په نږدې سیمو کې لګېدلي، خو چاتهیې مرګژوبله نهده اړولې.
نوموړي زیاته کړې، راکټ توغوونکي له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو او پېښې د څېړلو کار پیل کړی دی.
دمګړۍ پر بګرام هوايي اډه د دې توغندیو د وېشتلو مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته دا پر بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو مهم مرکز دی، لومړنی راکټي برید ګڼل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل