سمنګان ولایت کې چاودېدونکي توکي او ماینونه نیول شوي

3 حمل 1399 ساعت 12:00

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په سمنګان ولایت کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي او د سړک د غاړې ماینونه نیولي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په سمنګان ولایت کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي او د سړک د غاړې ماینونه نیولي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، دغه چاودېدونکي توکي له مزارشریف څخه یاد ولایت ته لېږدول کېدل، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه بار وړونکي موټر کې څهی پر ځای، چې له مزار څخه کندز یا بغلان ته روان و او سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ د یکه توت په سیمه کې د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

د هغه په وینا په دې موټر کې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد، د سړک د غاړې ماینونه او نور توکي شامل دي، موندل شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند زیاتوي، چې د دې چاودېدونکو موادو په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 


د مطلب کود: 126167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com