په کندهار، زابل او کندوز کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي

3 حمل 1399 ساعت 15:12

امنیتي چارواکي وايي، په کندهار، زابل او کندوز ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په کندهار، زابل او کندوز ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا په دې واړه ولایتونو کې ۷۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د ځانګړو افغان ځواکونو د څلورمې لوا قومندان برید جنرال عبدالصمد حکیمي وايي، طالبانو نن یکشنبې د وري ۳ مه سهار مهال د خاکرېز ولسوالۍ د مرکز د امنیتي کمربند پر قرارګاه برید وکړ.

خو په وینا یې دا چې افغان ځانګړو ځواکونو په سیمه کې له وړاندې چمتوالی درلود، نو د طالبانو برید یې په شاه تمبولی، ۱۲ طالبان یې وژلي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د زابل والي رحمت الله یارمل ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه په مرکز کلات کې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور نیول شوي دي.

والي وايي، په وژل او نیول شویو کې هغه وسله وال هم دي، چې د ترګ د سیمې د پېښې عاملین دي او د پوځ وژل شویو سرتېرو ته یې اور اچولی وو.

نوموړي ویلي«زموږ د وژل شویو سرتیرو د غچ اخیستلو په عملیاتو کې پنځه تنه هغه وسله وال چې زموږ د سرتیرو جسدونو ته يې اور اچولی وو ژوندي نیول شوي.»

دوې ورځې وړاندې د ترنک په سیمه کې د پوليسو او ملي اوردو پر ګډ مرکز د وسله والو طالبانو په برید او نفوذي حمله کې ۲۵ تنه سرتیري وژل شوي وو.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، په کندوز کې هم ۲۷ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، طالبانو تېره شپه د دشت ارچي او خان ولسوالیو پر ځینو سیمو حملې وکړې چې پر امام صاحب ولسوالۍ یې هم د پراخ برید پلان درلود، خو افغان ځواکونو یې دغه پلان ورشنډ کړ.

طالبان د کندهار او زابل د پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کندوز په اړه یې ادعا کړې، چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126172

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126172/

جمهور
  https://www.jomhornews.com