د وردګو ښارواله ظریفه غفاري له وسله وال بریده روغه ووته

3 حمل 1399 ساعت 15:22

د وردګو ولایت پر ښاروالې ظریفه غفاري باندې پلازمېنه کابل کې وسله وال برید شوی خو نوموړې ترې روغه وتلې ده.


د وردګو ولایت پر ښاروالې ظریفه غفاري باندې پلازمېنه کابل کې وسله وال برید شوی خو نوموړې ترې روغه وتلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر مېرمن غفاري نن یکشنبې د وري ۵ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند خوشحال خان مېنه کې برید شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پېښې د پخلي تر څنګ وایي، په برید کې مېرمن غفاري ته زیان نه دی رسېدلی.

نوموړی وايي، د پېښې ځای ته امنیتي پلاوی د څېړنو لپاره لېږل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې مېرمن غفاري څو ورځې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د کال د زړه ورې مېرمنې جایزه هم تر لاسه کړه.

په مېرمن غفاري دا برید پر داسې مهال کېږي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یو تن دیني عالم مولوي نور پاچا حماد هم د وسله والو کسانو له خوا په ډزو و وژل شو.

د مرحوم حماد د وژنې مسوولیت هم تر اوسه چا په اړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com