په لومړي ځل افغانستان کې کرونا ویروس یو تن و واژه

4 حمل 1399 ساعت 8:44

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په لومړي ځل په هېواد کې په کرونا ویروس اخته کس ژوند له لاسه ورکړی دی.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په لومړي ځل په هېواد کې په کرونا ویروس اخته کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، دغه کس ۴۰ کاله عمر درلود او د بلخ ولایت اوسېدونکی و، چې به بلخ کې یې ساه ورکړې ده.

نوموړی زیاته کړې، چې دا کسان په کرونا ناروغۍ باندې اخته و، او دا لومړی کس دی، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس قرباني کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت دا هم تایید کړې، چې په هېواد کې د کرونا تازه شپږ نورې پېښې هم ثبت شوې او په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېده.

تازه پېښې درې بیا هم په هرات، دوه په فراه او یوه هم په بادغس ولایت کې ثبت شوې دي.

پرون د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز په خبري کنفرانس کې د کرونا ویروس د چټک خورېدو څخه اندښنه وشوده او ویې ویل، چې په دوه اونیو کې ښايي په کرونا د اخته کسان شمېر زیات شي.

نوموړي په دغه کنفرانس کې له حکومت څخه د هرات ښار د مکمل قرنطین او دغه راز په کابل ښار کې د ملي بسونو، هوټلونو او نورو رسمي او غیر رسمي غونډو او ځایونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فیروز و ویل، چې کابل کې هم دوه مثبت پېښې ثبت شوې او د دې ښار نفوس ته په کتو باید جدي تدابیر ونیول شي او خلک دې له زیات تګ راتګ څخه مخنیوی وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په عامې روغتیا وزارت په وار وار له خلکو غوښتي، چې د ګڼې ګوڼۍ ځایونو ته ولاړ نه شي او ځان ترې وساتي خو په وینا یې خلک د روغتیا وزارت دغه سپارښتونو ته لا هم پام نه کوي، د نوي کال مېلې کوي، نو ځکه یې په اړه له دوی سره وېره زیاته ده.

د عامې روغتیا وزیر، له طالبانو او ټولو عامو خلکو وغوښتل، چې د کرونا د مخینوي په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړی، او سپارښتنې یې عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126184

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126184/

جمهور
  https://www.jomhornews.com