سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو تر برید وروسته نښته رامنځ ته شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه د وري ۳ مه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په جوګرم او خاک چوپان سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی وایي، طالبانو د شپې په یادو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي او د مرکزونو د سقوط مخه یې نیولې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.
طالبانو درې ورځې وړاندې په زابل کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ او ۲۵ پورې سرتېري یې و وژل.
خو وروسته د دفاع وزارت د چارواکو په وینا په زابل، کندهار او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر ۷۶ پورې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس:کندهار