د هند لومړي وزیر نریندرا مودي کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د یو میلیون ډالرو مرستې څخه مننه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مودي پر خپل ټویټر لیکلي، دی له کرونا سره د مبارزې برخه کې له سارک هېوادونو سره د افغانستان د یو میلیون ډالرو مرستې مننه کوي.
د یادونې ده چې افغانستان له کرونا سره د مبارزې برخه کې د سارک سازمان هېوادونو سره د یو میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د دغه مرستې اعلان ولسمشر غني په هغه ویډیويي کنفرانس کې وکړ، چې څو ورځې وړاندې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د سارک غړو هېوادونو د مشرانو تر منځ وشو.
افغانستان له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پر داسې مهال د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کوي، چې دا مهال په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۰ ته رسېدلې او یو تن ترې مړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت جدي خبرداری ورکړی، چې که حکومت او خلک د دوی سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، نو د یوه لوی انساني ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی.
جمهورخبري آژانس:کابل