ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو نن دوشنبې د وري ۴ مه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې ولسمشر غني په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.
نوموړي په زیاته کړې، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، له هغې وروسته اقدامانو، د افغان سولې په اړه پر سیمه ییزې اجماع او دغه راز د افغانستان په امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې اترې کړې دي.
که څه هم صدیقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي کابل ته د پمپیو د سفر موخه د طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې ژغورل دي.
په ورته وخت کې پر ټاکنو راپورته شویو سیاسي کړکېچونو ته په کتو داسې ویل کېږي، چې ښايي پمپیو د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د راپورته شوي سیاسي کړکېچ په هواري کې هم مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل