پمپیو د ولسمشر او عبدالله اختلافات حل نه شو کړای، پر افغانستان یې یو میلیارد مرسته ودروله

5 حمل 1399 ساعت 8:52

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ونه توانېده، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي اختلافاتو ته حل لار پیدا کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ونه توانېده، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي اختلافاتو ته حل لار پیدا کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون دوشنبې د وري ۴ مه کابل ته راغلی او په ظاهره ویل کېدل، چې د سفر موخه یې له طالبانو سره د کړې هوکړې ژغورل دي، خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره راغلی وو.

پمپیو دغه هڅې پر داسې مهال پیل کړې، چې د اساسي قانون سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره بیا وګټلې او د قانون سره سم د ټاکنو کمېسیون له خوا بریالی ولسمشر اعلان او د ولسمشرۍ وثیقه یې ورکړه.

خو د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او ځان ته یې د ټول شموله حکومت ولسمشر و ویل او پر هغه ورځ چې ولسمشر غني د لوړې مراسم تر سره کول، عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم تر سره کړل او د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي مولوي شهزاده شاهد له خوا قسم ورکړل شو، په داسې حال کې، چې د لوړې په مراسمو کې یې هېڅ بهرني وګړي ګډون نه و کړی، خو ولسمشر غني ته د افغانستان قاضي القضات یوسف حلیم له خوا قسم ورکړل شو او په مراسمو کې یې کابل مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو، د ګڼ شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د همدې ستونزې د حل لپاره راغلی و او  پرون په جلا جلا توګه له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله سره او بیا یې له دواړو سره یو ځای ولیدل، خو پر دې ونه توانېده، چې د دوی تر منځ راپورته شوي اختلافات حل کړي او بېرته ستون شو.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د اختلافاتو د دوام له امله پر افغانستان سږ کال یو میلیارد ډالر مرسته کموي.

د وزارت په خبره پاڼه کې ویل شوي، دوی هڅه وکړه، چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کېدو ته لار هواره کړي، خو دواړو لورو خپل اختلاف ته ادامه ورکړه او دا کار د امریکا ملي ګټو ته خطر دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدې ته په کتو امریکا روان کال له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي او دغه راز به په نورو کنفرانسونو کې هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي او راتلونکی کال به هم یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دوی په افغانستان کې د موازي حکومتونو د جوړېدو مخالف دي او ملاتړ یې نه کوي، او ولسشمر غني او عبدالله یې د یوه ټول شموله حکومت په نه جوړولو کې پړه بللي دي.

خبرپاڼه وايي، امریکا خواشنې ده، چې افغان مشران نه یوازې د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو بریالي نه شول بلکې په دې کې هم پاتې راغلي، چې د امریکا او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزه تړون سره سم عمل وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي د امریکا به بار د اختلافاتو د حل لار سیاسي توافق دی، په داسې حال کې، چې افغان مشران د بین الاافغاني خبرو لپاره د پلاوی په ټاکلو او له دې لارې یوه سیاسي توافق او پراخ اوربند ته د رسېدو برخه کې هم پاتلې راغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی دي، چې دوی له طالبانو سره د کړې هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته د شرایطو او ګټو په پام کې نیولو سره ژمن دي.

د خبرپاڼې په پای کې وی شوي، واشنګټن په افغانستان کې یوه ټول شموله حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي، ملاتړ کوي او همدې ته په کتو چمتو دی، چې له افغانستان سره د مرستو کمولو په اړه یې پیل کړې یې دي بیا کتنه وکړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com