پومپیو له ولسمشر غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

5 حمل 1399 ساعت 9:05

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون دوشنبې د وري ۴ مه کابل ته راغلی و او هڅه یې وکړه، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ سیاسي اختلاف حل او یو ټول شموله حکومت باندې یې سلا کړي خو ونه توانېده.

تر دې وروسته نوموړی نېغ د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ او هلته یې د طالبانو دفتر له مشر ملا عبدالغني برارد او طالبانو د مذاکراتي پاوي سره کتلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تایید کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازو سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.

د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان وځي او د سرتېرو د کمولو لړۍ روانه ده.

خو په هغه اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر غني او عبدالله سره د پمپیو تر لیدنې وروسته خپره کړې ویل شوي، چې دوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دي، خو شرایطو او ګټو ته په پام سره به وځي.

په دغه اعلامیه کې پر ولسمشر غني او عبدالله هم نیوکه شوې، چې د سیاسي جوړجاړي او یوه ټول شموله حکومت په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلي او دا کار د امریکا ګټو ته خطر دی.

اعلامیه کې ویل شوي، همدې اختلافاتو ته په کتو امریکا سره کال له افغانستان سره خپلې یو ملیارد ډالر مرسته دروي او دغه راز به په نورو کنفرانسو کې هم د مرستو پر کمولو غور وکړي.

خو په پای کې یې بیا ټینګار کړی، که افغان مشران پر یوه ټول شموله حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي سلا شي، نو امریکا چمتو ده، چې پر کړې پرېکړه د سره غور وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com