د روغتیا نړیوال سازمان:

په نړۍ کې د کرونا ویروس پراختیا خورا چټکه ده

5 حمل 1399 ساعت 9:12

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د چټک خورېدا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه ویروس لا هم د نړۍ په کچه د پراختیا په حال کې دی.


د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د چټک خورېدا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه ویروس لا هم د نړۍ په کچه د پراختیا په حال کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه ادارې په خبره په لومړي سر کې د کرونا ویروس په ۶۷ ورځو کې سل زره ته ورسېد، خو یوازې په ۱۱ ورځو کې دا شمېره دوه برابره شوه.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان ویلي،  یوازې په څلورو نورو ورځو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۰۰ زره واوښت.

د دغه سازمان د چارواکو په خبره دا مهال په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۵۰ زره اوښتی دی او تر ۱۵ زره ډېر خلک یې وژلي دي.

یاد سازمان وایي لا هم د دغه ویروس د کنټرول امکان شته دی او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې پر وړاندې یې جدي مبارزه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو هم غږ کړی چې د خپلو حکومتونو او روغتیایي کارکوونکو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او د دغه ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې کرونا ویروس په افغانستان کې هم ۴۰ تنه نیولي او دغه راز یو تن یې تر اوسه پورې وژلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وار وار ویلي، که حکومت او خلک د دوی سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو هېواد به له یوه انساني ناورین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com