۰
د ارګ او سپېدار سلاکاران یو د بل پر وړاندې:

معنیوي: تاریخ بیا تکرارېږي/ مرتضوي: څه غواړی تکرار کړی، د نظام پاشل که د کابل ورانول؟

سی شنبه ۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ناکمو هڅو چې ولسمشر غني او عبدالله یې سره جوړ نه شوای کړای د ارګ ماڼۍ او سپېدار مشاورین یو د بل پر وړاندې درېدلي دي.
معنیوي: تاریخ بیا تکرارېږي/ مرتضوي: څه غواړی تکرار کړی، د نظام پاشل که د کابل ورانول؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ناکمو هڅو چې ولسمشر غني او عبدالله یې سره جوړ نه شوای کړای د ارګ ماڼۍ او سپېدار مشاورین یو د بل پر وړاندې درېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغلی و تر څو د ولسمشر غنی او عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ حل او د یوه ټول شموله حکومت جوړېدو ته یې سلا کړي، خو نه توانېده.

تر دې وروسته عبدالله ته نېږدې کس او د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړي فضل احمد معنوي په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي، چې تاریخ بیا تکرارېدونکی دی.

هغه په څرګند ډول نه دي ویلي، چې کوم تاریخ تکرارېدونکی دی، خو ښايي اشاره یې د ۱۳۷۰ کورنیو جګړو ته ده، چې افغانستان هر څه په کې د لاسه ورکړل.

معنوي لیکلي«لجوجو، خپل سرو، استبداد ګرو، او ځان غوښتونکو کسانو هېواد برمته کړی دی او د فاجعې تر بریده مخ ته ځي، خو د دغه ځمکې بېچاره خلک د هغو قیمت کلونه پرې کوي، کله چې د واک تنده او د حقارت غوټې د قضاوت او پرېکړو بنسټ وي، هېڅ وخت پایلې ته نه شو رسېدلی.»

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د هېواد د سلامتۍ لپاره دوعا وکړي.

خو په ورته وخت کې د ارګ سلاکار شاهین مرتضوي د معنوي دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، غواړی چې کوم تاریخ بیا تکرار کړی، د نظام پاشل او د کابل ورانول.

مرتضوي ورته لیکلي«غواړي کوم کار تکرار کړی؟ د کابل ورانول، د دارالامان ماڼۍ ورانول؟ د خلکو ګډوالول؟ د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو لاسوهنو ته لار هوارول؟ د نظام ړنګول؟ آیا تېر ته تر بیا ګرځېدو پرته د ژوند او راتلونکې لپاره بل کوم پیغام لرۍ؟»

د یادونې ده، چې له ولسمشر غني او عبدالله سره د پمپیو پرونیو ناستو او خبرو کومه پایله ورنه کړه او هغه پرته له کومې لاس ته راوړنې قطر ته ستون شو او هلته یې د طالبانو د مشر ملا عبدالغني برارد او مذاکراتي ټیم سره وکتل.

د پمپیو تر دې سفر او هڅو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلانیه خپره کړه او ویې ویل، چې امریکا د افغان مشرانو تر منځ د اختلاف له امله سږ کال پر افغان حکومت خپلې یو ملیارد ډالر مرستې کموي.

خو د اعلامیې په پای کې یې یو ځل بیا ویلي، که افغان مشران په یوه ټول شموله حکومت سره جوړ شي نو کېدای شي امریکا پر دغه پرېکړې له سره کتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي