ولسمشرغني:

د عبدالله غوښتنې له اساسي قانون سره په ټکر کې دي، زه د قانون د تغیر صلاحیت نه لرم

5 حمل 1399 ساعت 13:59

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ډاکتر عبدالله عبدالله غوښتې کاملآ د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي، چې دی یې صلاحیت نه لري او نه هم کولی شي، چې د یوه فرد او ډلې د غوښتونو پر اساس قانون کې تغیر راولي.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ډاکتر عبدالله عبدالله غوښتې کاملآ د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي، چې دی یې صلاحیت نه لري او نه هم کولی شي، چې د یوه فرد او ډلې د غوښتونو پر اساس قانون کې تغیر راولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غنی، چې نن سه شنبې د وري ۵ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سفر او د عبدالله سره د سیاسي کړکېچ په اړه معلومات ورکول ټینګار وکړه، چې دوی د یوه ټول شموله حکومت جوړولو ته ژمن دي.

خو په وینا یې عبدالله عبدالله داسې غوښتنې مطرح کړې، چې کاملآ د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر او د قانون پر اساس د ولسمشر تر توان لوړې دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل«پرون مې د ملي یووالي حکومت د پخواني اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ځانګړې کتنه درلوده، څرنګه مې چې د لوړې د مراسمو پر ورځ ژمنه کړې وه نو د نوي حکومت د رامنځ ته کولو په اړه مو د پراخو سلا مشورې لپاره د حکومت تشکیل ځندولی و، غوښتل مې د خپلې ژمنې پر اساس ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله ته د سولې په پروسه کې مهم رول ورکړم او دغه راز د ټیم ملګرو ته یې په کابینه کې ځای ورکړم. خو د ده ټینګار د اساسي قانون پر تغیر او هغه هم په یوه شپه کې و، هغه هم د ما او د ده تر منځ، مانا دا چې هغه د یوه داسې جوړښت غوښتونکی دی، چې کاملآ د اساسي قانون له موادو سره په ټکر کې دي.»

ولسشمر وړاندې زیاته کړه، د عبدالله دغه غوښتنه ځکه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده، چې دی هېڅ کس او هېڅ ډلې ته له کړنلارې چې د اساسي قانون د تغیر لپاره ټاکلې شوې، په قانون کې د بدلون راوستلو صلاحیت نه لري.»

ښاغلي غني و ویل«زه د یوه کس او یا یوې ډلې په غوښتنه د اساسي قانون د تغیر صلاحیت هغه هم په داسې حال کې، چې د اساسي قانون د تغیر لپاره د وضعه شوې کړنلارې سره په ټکر کې وي نه لرم. خو د هر هغه معقولې او پر ځای غوښتنې لپاره چې د اساسي قانون نقض په کې نه وي، د مذاکرې دروازې خلاصې دي او خلاصې به وي.

د ولسمشر په وینا په اساسي قانون کې د بدلون راوستل یوازې او یوازې د د اساسي قانون پر بنسټ لویې جرګې سره دی او هېڅوک په دغه قانون کې په خپل سر تغیر نه شي راوستلی.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړو چې د یوه ټول شموله حکومت چې ټول سیاسي، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اړخونه په کې برخه ولري ژمنه یې پر ځای ده او له خپلو مرستیالانو او ځانګړي استازي سره یو ځای د همداسې یوه حکومت په رامنځ ته کولو کار کوي.

ولسمشر په همدې اړه د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې ګروهي او سیمتې حکومتونو تجربه په افغانستان کې ناکامه ده او دوی د ناکامو تجربو په لټه کې نه دي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com