د کرونا ویروس په اړه د عامې روغتیا وزیر خبرداری!

که جدي پاملرنه ونه کړو ۱۶ میلیونه افغانان به پر دغه ویروس اخته شي

5 حمل 1399 ساعت 14:54

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي، کرونا په هېواد کې مخ په پراخېدو ده او که یې جدي مخینوی ونه شي، انساني بحران به رامنځ ته شي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي، کرونا په هېواد کې مخ په پراخېدو ده او که یې جدي مخینوی ونه شي، انساني بحران به رامنځ ته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن سه شنبې د وري ۵ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل او معلوماتو له مخې ښايي د ټولې نړۍ ۸۰ سلنه وګړي د کرونا په ویروس اخته شي.

نوموړی زیاته کړه، دا چې کرونا ویروس په افغانستان کې هم چټک د خورېدو په حال کې دی نو که خلک احتیاط ونه کړي، حکومت تدابیر ونه نیسي او د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو ته پاملرنه ونه شي، ښايي دلته هم یو انساني ناورین رامنځ ته شي.

د هغه په وینا که چېرې په دې برخه کې جدي توجه ونه شي، نو د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې ښايي په افغانستان کې هم له ۳۰ میلیون نفوس څخه ۱۶ میلیونه افغانان ښایي په دغه ناروغۍ اخته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه صورت کې به ټولټال ۷ سوه زره کسان روغتون ته اړتیا پیدا کړي، ۲۱۰ زره به یې جدي مراقبت ته اړتیا ولري او ان ۱۱۰ زره کسان به د دغه ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړي.

د عامې روغتیا وزیر پر دې هم نیوکه وکړه، چې خلک او حکومت د دوی سپارښتونو ته جدي پاملرنه نه کوي او لا یې هم د کرونا ویروس یوه معمولي خبره نیولې په داسې حال کې، چې د ده په وینا دغه ویروس د خورېدو په حال کې دی او بحران رامنځ ته کولی شي.

ښاغلي فیروز و ویل، چې دوی له خلکو په وار وار غوښتي، چې احتیاط وکړي خو بیا هم لیدل کېږی، چې خلک د وز لوبې میدانونو ته ځي، په هوټولو کې ودونه کوي او د ګڼې ګوڼې په ځای کې ګرځي.

دی وايي، که حالت په همدې شکل روان وي او کنټرول او قیودات وضع نه شي، نو لرې نه ده، چې دغه ویروس په چټکۍ سره خپور شي.

د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې په هرات کې تر دا مهال ۲۲ مثبتې او یو شمېر شکمنې پېښې ثبت شوې او په اوس حال کې د نورو ولایتونو په پرتله هرات زیات له خطر سره مخ دی.

د هغه په وینا همدې خطر ته په کتو د عامې روغتیا وزارت د ولسمشر د دوهم مرستیال او د کرونا ویروس د مخنیوي کمېتې سره غونډه درلوده تر څو وکولی شي، په هرات کې ورځ بندیز ولګوي او دغه راز په نورو ښارونو کې هم احتیاطي تدابیر ونه نیول شي.

دی وایي، چې د هرات لپاره د ګرځبندیز په اړه پر طرح کار روان دی او د نن ورځې تر دوه بجو پورې به بشپړه او وروسته له هغې به پرېکړه له ولس سره شریکه کړای شي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر په کابل ښار کې هم د دغه ناروغۍ د خورېدا په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د کابل نفوس ته په پام که حکومت سر له اوسه پلان ونه لري او عملي یې نه کړي، نو دلته به هم دغه ناروغي زیاته او ناورین به رامنځ ته کړي.

د یادونې ده، چې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې نورې هم ثبت شوې چې یوه یې په لوګر او بله یې په سمنګان ولایت کې دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۴۲ تنو ته ورسېده، چې یو تن په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com