افغانستان کې د کرونا ۳۲ نورې پېېښې ثبت شوې، ټولې ۷۴ تنه ورسېدې

6 حمل 1399 ساعت 10:12

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه ۳۲ نورې پېښې ثبت شوې او په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنه ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه ۳۲ نورې پېښې ثبت شوې او په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنه ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې دغه تازه پېښې په تېرو څلوریست ساعته کې ثبت شوې، چې ټولې په هرات ولایت کې دي.

وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی او اندېښنه یې ښودلې، چې که جدي تدابیر ونه نیول شي او هلک همکاري ونه کړي نو دغه ناورغي به په دوه اونیو کې نوره هم زیاته شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل پر اساس وایي، که احتیاط ونه شي ښايي د افغانستان له ۳۰ میلیونه نفوس څخه ۱۶ میلیونه په دغه ناروغۍ اخته شي.

چې په وینا یې له دې کسانو څخه به یې ۷ سوه زره روغتون ته اړتیا پیدا، ۲۱۰ زره تنه به یې جدي مراقبت ته اړتیا پیدا کړي او ۱۱۰ زره کسان به ژوند له لاسه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com