لوګر کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

6 حمل 1399 ساعت 10:32

سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې د طالبانو له برید وروسته د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې د طالبانو له برید وروسته د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ ویلي، طالبانو پرون سه شنبې د وري ۵ مه د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.

د هغه په وینا د طالبانو له برید سره سم افغان ځواکونو هم مقاومت او په ځوابیه برید لاس پورې کړ، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، جګړه سهار پیل شوې وه او تر ماسپښین ۳ بجو پورې یې دوام وکړ، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا بریدونو زور اخیستی دی.

د طالبانو بریدونه پر داسې مهال زور اخلي، چې د امریکا سره یې د سولې هوکړې په تړون کې ژمنه کړې، چې د تاوتریخوالي کچه به کموي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 126254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com