کندهار کې یوه ښځینه پولیسه ترور شوې ده

6 حمل 1399 ساعت 10:33

امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه باندې ډزې کړې او وژلې یې ده.


امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه باندې ډزې کړې او وژلې یې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د وري ۵ مه د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، دغه ښځینه پولیسې په دامان ولسوالۍ کې دنده درلوده او پرون مازیګر په کندهار ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوې ده.

د سرچینې په وینا بریدګر تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو دا په تېره یوه ورځ په کندهار ښار کې درېیمه ورته پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 126255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com