افغان ځواکونو کندهار کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان نیولي

6 حمل 1399 ساعت 10:39

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې افغان امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې افغان امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو دغه عملیات د سه شنبې (د وري ۵ مه) په شپه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن حمید الله وايي، افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په بېدک کلي کې د طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.

قوماندان حمیدالله وايي، طالبان د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ تر منځ د لویې لارې پر امنیتي پوستو د برید لپاره سره راټول شوي و، چې افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ او ژوندي یې ونیول.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وایي، طالبانو د سې شنبې په شپه د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د مهاجرو کمپ پر پوستې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له برید سره سم امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې  ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 126258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com