په هرات کې د لومړي ځل لپاره کرونا یو تن مړ کړ

6 حمل 1399 ساعت 11:05

د عامې روغتیا وزارت تاییدوي، چې په لومړي ځل په هرات ولایت کې په کرونا ویروس اخته یو کس ژوند له لاسه ورکړی دی.


د عامې روغتیا وزارت تاییدوي، چې په لومړي ځل په هرات ولایت کې په کرونا ویروس اخته یو کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت دا مړینه پر داسې مهال تاییدوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغه ۳۲ تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې تر اوسه پورې ۷۴ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې له نیمايي یې زیاته په هرات ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چهارشنبې د وري ۶ مه جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې په هرات کې په کرونا ویروس یوه اخته کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا دغه کس چې د کرونا ناروغي یې درلوده یوه ۴۵ کلنه مېرمن وه، چې د هرات په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

دا په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله دوهم کس دی، چې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تر دې وړاندې د تېرې پنشنبې په ورځ هم یو تن چې د کرونا ویروس ناورغي یې درلوده په بلخ ولایت کې مړ شوی وو.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې که خلک له پوره او جدي احتیاط څخه کار وانخلي لرې نه ده، چې ۱۶ میلیونه افغانان به پر دغه ناورغۍ اخته شي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 126262

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126262/

جمهور
  https://www.jomhornews.com