هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

6 حمل 1399 ساعت 11:59

سیمه ییز چارواکي وایي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د وري ۶ مه ناوخته د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي برخه وڅکه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو کس له خپلو دوه ماشومانو سره څلور مزدور کاران د خپل سپرلۍ په موټر کې لېږدول، چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي ماین پرې چاودنه کې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله موټر چلوونکی، د هغه دوه ماشومان او څلور تنه مزدورکاران وژل شوي دي.

د والي ویاند وايي، طالبانو دغه ماین د امنیتي ځواکونو د موټریز کاروانونو لپاره اېښی و، خو ملکي وګړي یې قرباني شول.

که څه هم د والي ویاند زیاتوي، چې ماین طالبانو اېښی و، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 126265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com