ولسي جرګه:

د امریکا د مرستو بندول له افغانستان سره د کړي ستراتېژيک تړون خلاف دي

6 حمل 1399 ساعت 14:38

افغان ولسي جرګه وايي، له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول د هغه ستراتېژیک تړون خلاف عمل دی، چې امریکا له افغانستان سره کړی دی.


افغان ولسي جرګه وايي، له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول د هغه ستراتېژیک تړون خلاف عمل دی، چې امریکا له افغانستان سره کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د داخلي امنیت کمېسیون نن چهارشنبې د وري ۶ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه اعلامیې چې له افغانستان سره یې په کې د یو میلیارد ډالرو مرستې بندلو خبره کړې، په غبرګون کې اعلامیه خپره کړه.

د ولسي جرګې په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول د کړي ستراتېژیک تړون خلاف عمل دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د مرستو بندول له ترهګرۍ سره د افغان ځواکونو پر مبارزې نېغ تاثیر لري او امریکا ته پکار ده، چې د افغان ځواکونو قربانیو ته درناوی ولري.

اعلامیه کې ویل شوي«امریکا د ستراتېژیک او امنیتي تړون پر بنسټ له افغانستان سره مرستې کوي او د همدې تړون پر اساس امریکا په دې مکلفه بلل کېږي، چې د افغانستان د ساتنې او امنیت لپاره د افغان ځواکونو مالي ملاتړ وکړي، نو ځکه له افغانستان سره د مرستو بندول د افغانستان او امریکا تر منځ د شوي تړون خلاف عمل دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې امریکا باید د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکړي، که نه په وینا یې په هېواد کې به امنیتي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

اعلامیه کې له امریکا دا غوښتنه هم شوې، چې په سختو شرایطو کې د افغانستان د یوه ملګري په توګه دې روان سیاسي کړکېچونه هم له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

په ورته وخت کې ځینې استازو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه په اصل کې د افغانستان خلکو ته سپکاوی وباله او ویې ویل دا ښکاره کوي، چې امریکا لا هم د افغانستان پر خپلواکۍ باور نه لري.

د جرګې غړي غلام حسین ناصري و ویل«د پمپیو د تېرې ورځ اعلامیه کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې د بندولو په اړه وه، د افغانستان خلکو ته ښکاره سپکاوی دی، له شکه پرته امریکا د افغانستان نظام ته د جګړې د یوه نیابتي نظام په سترګه ګوري او وایي، چې سیاسي کړکېچونه د امریکا د ګټو سره اړیکه لري.»

د ناصري په وینا د امریکا دغه اعلامیه ښيي، چې امریکا لا هم د افغانستان نظام د یوه خپلواک نظام په توګه نه پېژني که نه ځای ته یې باید دومره اجازه نه وای ورکړې، چې د افغانستان خلکو ته سپکاوی وکړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د سفر پر مهال ونه توانېده، چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ ته حل لار پیدا کړي.

تر دې وروسته هغه قطر ته ولاړ او په یوه اعلامیه کې یې له افغانستان سره د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستو بندولو اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 126272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com