هند په کابل کې د سکانو پر درمسال برید په کلکو ټکو غندلی دی

6 حمل 1399 ساعت 15:03

هند د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سکانو په عبادت ځای د نن ورځې ډلیز وسله وال ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.


هند د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سکانو په عبادت ځای د نن ورځې ډلیز وسله وال ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هند د یاد برید په اړه په خپره کړې اعلامیه کې کاږي، چې د هند حکومت دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له هندو او سکهـ لږکیو سره له هرې ممکنې لارې هر ډول مرستو ته چمتو دي.

په ورته وخت  په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او د جنایت کارانو کار یې بللی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، سوله به هغه وخت راشي چې خلک خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي نه د زور او وسلو له لارې.

د یادونې ده، چې څلور تنه بریدګرو نن چهارشنبې د وري ۶ مه د کابل ښار د شوربازار په سیمه کې د سکانو پر یوه عبادت ځای برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز ځانګړو ځواکونو ویلي، چې تر شپږ ساعته جګړې وروسته یې څلور واړه برید کوونکي وژلي دي.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com