د سولې چارو وزارت: د مرکچي پلاوي په اړه خپور شوی نوملړ رد کړ

7 حمل 1399 ساعت 10:28

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هغه لېست چې د افغان حکومت له لوري په کې د ۲۰ کسیزه مرکچي پلاوي نومونه راغلي دي رد کړ.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت هغه لېست چې د افغان حکومت له لوري په کې د ۲۰ کسیزه مرکچي پلاوي نومونه راغلي دي رد کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي تلوېزیون تېره شپه یو لېست خپور کړ او ویې ویل دا د حکومت له لوري د طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی دی.

ملي تلوېزیون ویلي و، دغه ټیم د دولت، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او مېرمنو څخه جوړ شوی، چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی کوي.

په ټیم کې زکیه وردک، ډاکتر شهلا فرید، محمد ناطقي، محمد حفیظ منصور، نادر نادري، عبدالمتین بیک، عنایت الله بلیغ، امین کریم، حبیبه سرابي، زینب موحد، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، شریفه زرمتي وردګ، جنرال ایوب انصاري، باتور دوستم، ډاکتر رسول طالب، کلیم الله نقیبي، خالد نور، ډاکتر امین احمدي شامل دي.

د ولسمشر غني د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي هم لیکلي و، چې حکومت د طالبانو سره د خبرو دغه پلاوی ټاکلی دی، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا لېست بې بنسټه دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري نن په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دا لېست سم نه دی او د دوی له خوا نه دی خپور شوی.

نوموړې ټینګار کړي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به ډېر ژر له طالبانو سره د مرکچي پلاوي وروستۍ نوملړ د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com