د امریکا سنا د کرونا سره د مبارزې لپاره د دوه تریلیون ډالرو طرحه تصویب کړه

7 حمل 1399 ساعت 10:35

د امریکا سنا د کرونا وریروس سره د مبارزې په موخه د اقتصادي محرک تر نامه لاندې د دوه تریلیون ډالرو طرحه تصویب کړې ده.


د امریکا سنا د کرونا وریروس سره د مبارزې په موخه د اقتصادي محرک تر نامه لاندې د دوه تریلیون ډالرو طرحه تصویب کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکایي رسنۍ وایي، د دغه طرحې پر بنسټ هڅه کېږي په امریکا کې د کرونا له امله رامنځ ته شوی اقتصادي وضعیت کنټرول شي او اجازه ور نه کړي چې واړه کاروبارونه سقوط وکړي.

د راپورونو پر اساس د دې طرحې له مخې به هر امریکایي وګړي ته ۱۲ سوه ډالر په نقدي توګه ورکول کېږي او همدا راز به له وړو کاروباریانو او شرکتونو سره مرسته کوي چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.

خو په ورته وخت کې د سنا ځينې غړي وايي د نهايي تصویب لپاره به د دغه طرحې مخالفت وکړي، ځکه دا طرحه امریکایان د کار پر ځای لټۍ او بېکارۍ ته هڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com