ملګري ملتونه:

اوربند وکړۍ، په تېرو ۲۵ ورځو کې ۱۰۰ افغانان وژل شوي دي

7 حمل 1399 ساعت 10:54

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو یو ځل بیا غږ کړي، چې جګړه ودروي، ځکه په وینا یې د دغه جګړې قربانیان ملکی وګړي دي.


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو یو ځل بیا غږ کړي، چې جګړه ودروي، ځکه په وینا یې د دغه جګړې قربانیان ملکی وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو په تازه اعلامیه کې ویل شوي، چې یوازې په تېرو ۲۵ ورځو کې ۱۰۰ ملکي افغانان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او اوربند د وکړي، ځکه د جګړې قربانیان ملکي وګړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ډېره مرګ ژوبله داعش او طالبانو اړولې خو د افغان ځواکونو په بریدونو کې هم ملکي تلفات شته دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د پروني برید د غندلو تر څنګ پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او پر یوه اوربند سره سلا شي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال دغه اعلامیه خپروي، چې پرون کابل کې د هندوانو په یوه درمسال وسله وال ځانمرګي برید ۲۵ تنه و وژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126304

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com