طالبانو کندوز کې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

7 حمل 1399 ساعت 11:56

سیمه ییز چارواکي وایي، کندوز ولایت کې طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، کندوز ولایت کې طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوسته برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو تېره شپه د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړیدی.

د کندوز د ولایتي شورا مشرمحمحد یوسف ایوبي وایي، د طالبانو په برید پنځه پولیس وژل شوي او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو شپږ پولیس هم له ځان سره بېولي او پوسته یې تر نیولو وروسته پرېښې ده.

د امام صاحب ولسوال محبوبالله سعیدي هم تاییدوي، چې پر پوسته طالبانو برید کړی او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې، خو د تلفاتو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.

دی وایي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د دې په اړه یې هم کره معلومات ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 


د مطلب کود: 126308

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com