خلیلزاد او د امریکا سفارت د افغان دولت له لوري د مرکچي پلاوی هرکلی وکړ

9 حمل 1399 ساعت 8:45

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان دولت له لوري طالبانو سره د سولې خبرو د مرکچي پلاوي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.


د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان دولت له لوري طالبانو سره د سولې خبرو د مرکچي پلاوي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، افغان دولت د بین الاافغاني خبرو لپاره یو مناسب او هر اړخیزه مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

نومړي په خپل ټوېټر پاڼه افغان حکومت او د سیاسي او مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولېدو مبارکي ورکړې چې له طالبانو سره یې د خبرو لپاره یو ټول شموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده.

هغه ویلي«د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د رښتینې انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګندويي کوي، دغه اجماع یو بامفهومه ګام دي، چې ټولې خواوې د بین الاافغاني مذاکراتو لور ته ډېر نېږدې کوي.»

په ورته وخت کابل کې د امریکا سفارت هم د دغه پلاوی د ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې چې دا د افغان سولې په بهیر کې یو مهم ګام دی.

سفارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا چمتو چې د دې ډلې او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي او په افغانستان کې د سولې په اړه خپله ژمنه عملي کړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت پرون جمعه د وري ۸ مه د طالبانو سره د مرکچي پلاوی لېست په رسمي ډول اعلان کړل، چې ۲۱ کسه په کې دي.
د دغه پلاوي مشري د ملي امنیت مخکنی مشر محمد معصوم ستانکزی کوي.

د پلاوی نور غړي فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد روسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي دي.

حکومت دغه پلاوی وروسته له هغې اعلان کړ، چې طالبانو د افغان حکومت د تماس له ډلې سره دوه ځلې د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

که څه هم طالبان وايي، خبرې یې یوازې د بندیانو پر تبادلې راڅرخېدې خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، په دې ویډیويي کنفرانس کې د بندیانو د تبادلې تر څنګ د تاوتریخوالي پر کمولو او ځینو نورو مواردو هم بحث وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com